څنګه د انګلیسی ژبه اسپیکنګ قوی کړو؟
ما یو نفر پیزندل څی هغه انګلیسی یی پوره خلاصه کړی وه او څو کورسونه کی یی ګډون کړی وو خو کله څی خارج ته لاړو او له اولین انګلیس زبان سره مخامخ سو، ویی لیدل څی هیڅ نسی کولی په انګلیسی وغږیږی او هر سومره یی کوښښ کول نسو یی کولی په سمه توګه په انګلیسی جملی جوړی کړی په دی حال کی څی لغتونه باندی پوهیدو خو نسو یی کولی هغه لغتونه په جملی کی راولی او په خبرو کولو کی تری استفاده وکړی. دا یو مشکل ده څی شاید ډیر خلک انګلیسی یی خلاصه کړی وی خو بیا هم نسی کولی له دی مهارت څخه په سمه توګه لکه مورنی ژبه وغږیږی نو د همدی لپاره زه په دی مقاله کی غواړم د دی په اړه وغږیږم څی موږ څنګه کولی سو دا مهارت په سمه توګه زده کړو په هغه طریقه څي وکولی سو لکه خپلی زبه له دی مهارت څخه استفاده وکړو.
اسپیکنګ مهارت یو مهم مهارت په څلور مهم مهارتونه کی ده ډیر خلک څی غواړی انګلیسی ژبه زده کړی هغوی ډیر تمرکز او غوښتنه یی داده څی وکولی سی دا مهارت له نورو مهارتونه کی ښه زده کړی.
په انګلیسی ازمونونه کی لکه ایلتس او تافل زموږ په خبرو کولو مهارت باندی ډیر تمرکز لری نسبت له نورو مهارتونه څخه که موږ دا مهارت ښه وی موږ کولی سو په انګلیسی ازمونونه کی هم ښی نمره لاسته راوړو.
ډير وظیفی دی څی هغوی کله یو نفر خپل زان ته مقرر کوی نو هغوی د هغه شخص د خبرو کولو مهارت په نظر کی نیسی نو دا مهارت موږ سره مرسته کوی تر څو چی وکولی شو موږ ښه وظیفه لاسته راوړو.
څنګه کولی سو دا مهارت زده کړو
ګرامر صحی زده کړو
ډير خلک ګرامر په تعریف کی زده کوی او ځان د ګرامر په جوړښت پوهوی بس. او د همدی لپاره موږ ګرامر صحی نسو زده کولی ، موږ نسو کولی په سمه توګه وغږیږو نو دحل لاره داده څي کله موږ یو نوی ګرامر زده کوو دا ته ضرورت نده څی موږ یی تعریف زده کړو بهترین لاره داده څی موږ ګرامر څخه استفاده وکړو. د همدی لپاره موږ باید جمله ورته جوړی کړو کله څي جمله مو ورته جوړی کړلی دا جمله حفط کړو او په جګ اواز دا جمله ووایو بی له دی څي ورته فکر وکړو. د همدی څو جملی په برکت څخه موږ ګرامر درک کوو او ګرامر مو صحی زده کیږی کله مو چی ګرامر په صحی توګه زده کړو او درک مو کړ موږ کولی سو هر وقت وغواړو یو نوی جمله ووایو ویلی سو او روان خبری په ګرامر کولی سو.
دی لپاره څی دا کار وکړو یو ګرامر انتخاب کړی لکه simple present tense وروسته له دی څی انتخاب مو کړ ګرامر ته جملی جوړی کړی تقریبا ۱۰۰ جمله او دا جمله حفظی کړی او په جګ اواز دا جمله ووایی تر دی څی تاسی وکولی سی بی له دی څي فکر وکړی دا جملی وویلی سی هره ورز وګوری څی څومره جملی تاسی کولی سی زده کړی.
په اولو ورزو کی بهتره ده څي تر ۵ یا ۱۰ جمله جوړی کړی او حفظ یی کړی دا لاره یو تضمینی لاره ده څي هم ګرامر مو زده کیږی او هم اسپیکنګ مهارت مو قوی کیږی .
هره ورز د یو شی په اړه وغږیږی
د دی لپاره څي تاسی دا مهارت مو قوی کړی تاسی باید وغږیږی ترڅو وکولی سی دا مهارت مو قوی کړی دا یوازینی لاره ده څی تاسی یی تقویتولی سی نو د دی لپاره تاسو باید د یو شی په اړه وغږیږی.
د چشی په اړه وغږیږو؟
سوالونه انتخاب کړی او د هغه په اړه وغږیږی تاسو شاید په انترنت کی ځینی سوالونه سرچ کړی او یا هم په انترنت کی سرچ کړی) ( ielts speaking quistions
خپله یو موضوع انتخاب کړی او د هغه په اړه وغږیږی .
د دی لپاره څی تاثیر د دی تمرینونه ډیر کړی له خبرو کولو څخه مو ویډیو وکړی.
په انګلسی فکر وکړی
کله څی یو څوک یو نوی زبه زده کوی هغوی دا غلط کار کوی اول یو جمله په ذهن کی په خپله زبه جوړوی او بیا هغه ترجمه کوی بیا هغه جمله وایی دا کار په اصل کی غلط کار ده. دا کار داسی ده د کله چی غواړو یو شی وخورو موږ اول لاس د سر له شا څخه راتاو کړو او هغه مڼی خلو ته کو. په دی حال کی څی موږ کولی سو دا په اسانه لاره مستقیم خلو ته کړو نو دا کار څي موږ اول په پښتو یی جوړ کړو او ترجمه یی کړو دا کار زموږ وخت هم نیسی زحمت هم راکوی د حل لاره داده څی موږ مستقیم په انګلیسی فکر وکړو او په انګلیسی د یو شی په اړه وغږیږی نو د همدی لپاره موږ باید کوښښ وکړو څی هر وخت د یو شی په اړه غږیږو په انګلیسی وغږیږو.
له شادوینګ تکنیک څخه استفاده وکړو
شادوینګ تکنیک یوه بله لاره ده څي د خبرو کولو مهارت مو قوی کوی، دا داسی یو تکنیک ده څي تاسی یوه ویډيو به انګلیسی انتخابوو او کله څی ویډيو شروع سوله هر شی څی هغه په انګلیسی وایی تاسی هم همهاغه په انګلسی ووایی او د هغه تر شا تاسی وغږیږی هره جمله څی ههغه وایی هغه تقلید وکړی او په جګ اواز یی ووایی.
ژبی تاوولو جملو مو خپل اسپیکنګ مهارت قوی کړی
په پټه پټه، پټ پټکی پټ کړم
لکه پاسنی جمله چی لوستل یی ډير سخته ده، په انګلیسی ژبه کی هم همداسی جملی شته څی موږ سره مرسته کوی تر څو دا مهارت مو قوی کړو.
۱ Peter Piper picked a peck of pickled peppers.
A peck of pickled peppers Peter Piper picked.
If Peter Piper picked a peck of pickled peppers,
۲ Where’s the peck of pickled peppers Peter Piper picked?
Betty Botter bought some butter
But she said the butter’s bitter
If I put it in my batter, it will make my batter bitter
But a bit of better butter will make my batter better
۳ How much wood would a woodchuck chuck if a woodchuck could chuck wood?
He would chuck, he would, as much as he could, and chuck as much wood
As a woodchuck would if a woodchuck could chuck wood
۴ She sells seashells by the seashore.
۵ How can a clam cram in a clean cream can?
۶ I scream, you scream, we all scream for ice cream
۷ So, this is the sushi chef.
۸Four fine fresh fish for you.
۹Wayne went to wales to watch walruses.
۱۰Six sticky skeletons. (x3)
۱۱Which witch is which? (x3)
هر کله څی موږ غواړو یو نوی مهارت زده کړو موږ په اوله کی ډیری غلطیانی کوو او دا یو طبیعی خبره ده څی موږ غلطیانی وکړو او په تکرار سره تاسی کولی سی دا مهارت په ډیر تیزی سره لاسته راوړی نو له غلطی کولو څخه مه ډایریږی او په دا تکنیکونه استفاده کولو تاسی به ډير زر څو کلونه کار په ډير کم وخت کی تر سره کړی.
دیدگاهتان را بنویسید