عصبی لاره
عصبي لاره څه ده؟
څه د دې لامل کیږي چې موږ وکولی شو یو مهارت، لکه د بایسکل چلول، وروسته بې له فکر کولو څخه زده کړو؟
اکثره خلک وایي چې تمرین د دې لامل کېږي چې داسې شي، وا همداسی دی خو رازې وګورو چی زموږ په مغز کی څه راپیښیږی؟
په اصل کې زموږ په مغز کې سلولونه شته چې دغه سلولونه د نیورون په نوم یادېږي. دغه نیورونونه زموږ په مغز کې ۴۰ میلیاردهدی.
هرکله چې غواړې یو مهارت زده کړې یا یو نوی کار ترسره کړې، دغه نیورونونه له یو بل سره یوځای کېږي، البته چې په بشپړ ډول نه وصل کېږي؛ هغوی ترمنځ ډېره وړکې فاصله لري چې وروسته له همدې فاصله معلومات یو بل ته انتقالوي.
هر څومره چې ډېر تمرین وشي، دغه نیورونونه له یو بل سره قوي لاره جوړوي او دا کار زموږ لپاره اسانه کوي، څو چې هغه کار په ښه او اسانه توګه سرته ورسوو.
کله چې موږ غواړو د هر کار لپاره عصبي مسیره جوړه کړو، په پیل کې هغه کار زموږ څخه ډېره انرژي اخلي ترڅو چې دا عصبي مسیره له یو بل سره جوړ شي؛ خو د تمرین په بشپړولو سره، دغه لاره قوي کېږي او وروسته بې له دې چې د هغې کار په اړه فکر وکړو، هغه کار په اوتومات ډول ترسره کوو.
ولې مهمه ده چې موږ د دې په اړه پوه شو؟
کله چې موږ د عصبی مسیر په جوړولو باندې پوه شو، دا موږ ته ډېره ښه اګاهي راکوي چې هرکله که غواړو یو نوی مهارت زده کړو، یا عادت جوړ کړو، یا عادتونه پرېږدو، یا په ژوند کې تغیر راوړو، زموږ مغز یوه پروسه ته اړتیا لري ترڅو چې هغه کار سرته ورسوو،ځکه چې اکثره خلک کله چې غواړی یو کار زده کړو، که ونشي کولی او څو ځله په هغه کار کې شکست وخوري، نو هغه شکست مني او نور هم هغه کار ته دوام نه ورکوي.
یا دا چې اکثره خلک یوازې په دې فکر کې وي چې د یو مهارت زده کولو لپاره موږ اړینه استعداد لرو، خو په اصل کې داسې نه دی؛ زموږ مغز اړتیا لري چې حتماً یوه پروسه تیره کړي ترڅو چې موږ نتیجه ترلاسه کړو.
زموږ مغز احمق نه دی چې زر بدلون وکړي؟
په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره، یا د هر مهارت زده کولو لپاره، زموږ مغز حتمي تمرین او وخت ته اړتیا لري ترڅو چې وکولی شو هغه مهارت زده کړو؛ یعنې داسې نه ده چې کله موږ غواړو بدلون راوړو، بلکې باید وخت ورکړل شي او د هغه کار لپاره چې غواړو زده یې کړو، لازم دي چې تاسو هغه ته پوره توجه وکړئ ترڅو چې بدلون رامنځته شي.
ایا ستاسو باور دا دی چې بدلون نشي کولی؟
اکثره خلک په دې باور وي چې موږ نشو کولی په ژوند کې بدلون راولو یا یو مهارت په ډېر ښه توګه زده کړو؛ داسې نور ډېر مثالونه هم شته چې څرګندوي موږ نشو کولی بدلون راوړو. خو په اصل کې باید پوه شو چې که هر مهارت یا هر څه غواړو، زموږ په مغز کې یوه پروسه باید سر ته ورسېږي ترڅو بدلون رامنځته شي، نه دا چې یوازې تاسو وتوانئ یو کار ترسره کړئ.
دا زموږ لپاره ډېره عادي ده چې منفي فکرونه زموږ په ذهن راشي، لکه “زه نشم کولی یو کار سرته ورسوم” یا “په یوه کار کې ښه نشم کیدلی”؛ خو دا په دې پورې اړه لري چې تاسو کوم ته توجه کوئ او کوم یې منئ.
ددی په زای چی ووایی (( زه نشم کولی، ووایی چی زه تر اوسه نشم کولی)).
که موږ داسې فکر وکړو، نو بې شکه زموږ عملکرد کې توپیر رامنځته کېږي. که تاسو ووایئ چې نشم کولی هغه کار ترسره کړم تر دی چی ووایی چې عصبي مسیر یې نده وصل شوې، ستاسو اقدام د هغه کار لپاره به ډېر مختلف وي.
نو وروسته له دې چې هر مهارت زده کول غواړئ او داسې بهانه ستاسو په ذهن کې راځي، نو ووایاست چې زموږ عصبي مسیره نده جوړه شوې.
د عصبي مسیره جوړولو لپاره ځینې لارې شته:
لکه څنګه چې پوهیږئ، د عصبي مسیره جوړولو لپاره تر ټولو غوره کار دا دی چې د هغه کار تمرین وکړئ او له هر تمرین سره هغه کار په ښه او بهتره توګه سرته ورسوئ.
ځینې نورې لارې هم شته چې تاسو سره مرسته کولی شي ترڅو دا مسیره په ښه ډول جوړه کړئ.
ذهني تمرین وکړئ.
یوه څېړنه شوې ده چې په دغه څېړنه کې د پیانوي زده کړې اړوند مطالعه وشوه؛ خلک په دوه ګروپونو ویشل شول. په لومړۍ ګروپ کې دوی ته د پیانو کیلي زده کړل شوې وې او ورته ښودل شول چې کلیات یې څنګه دي او څنګه د پیانو غږ وکړی.
کله چې هغوی ته دا زده کړه ورکول شوه، نو لومړۍ ګروپ ته ورته وویل شول چې د ۵ ورځو لپاره ۲ ساعته واقعي تمرین ترسره کړي، او دویمې ګروپ ته وویل شول چې د ۵ ورځو لپاره ۲ ساعته ذهني تمرین وکړي، یعنې په ذهن کې د هغې کیلي تمرین وکړي. دری ورځو وروسته دواړو ګروپونو کې په ډېره عجیبه توګه ورته نتیجې ترلاسه شوې وې؛ خو په پنځمه ورځ ولیدل شول چې هغه ګروپ چې واقعي تمرین یې ترسره کړی و، ۲۰ سلنه بهتره شو نسبت هغو چې ذهني تمرین کړی و.
نو دا موږ ته ښيي چې کولای شو د تمرین په بشپړولو سره د هغه مهارت لپاره عصبي مسیره جوړه کړو.
نو که تاسو یو مهارت زده کول غواړئ، لومړی باید زده کړئ چې څنګه هغه کار سرته ورسوئ، او بیا په ذهن کې یې تمرین وکړئ ترڅو د هغې لپاره عصبي مسیره جوړه شي.
واقعي سناریو تمرین کول
بل دا هم دی چې هرکله تاسو یو مهارت زده کول غواړئ، هڅه وکړئ چې تمرین د واقعي وضعیت په څېر ترسره کړئ. د بېلګې په توګه، که چېرې تاسو غواړئ د خلکو لپاره خبرې وکړئ، نو هڅه وکړئ چې تر ډېره پوره هغه شرایط سره برابر شئ چې هلته ستاسو لپاره موجود وي؛ مثلاً هغه کالي چې هلته اغونډل کېږي او هغه شیان چې هلته ستاسو مخامخ کېږي، برابر او تیار کړئ.
د عصبي مسیره جوړولو لپاره نورې ګڼې لارې هم شته، خو همدا چې تاسو اوس په دې پوهیږئ چې د عصبي مسیره جوړول لپاره باید باور ولرئ چې تاسو دغه کار سرته رسولی شئ او د تمرین په کولو سره هر مهارت زده کولی شئ.
ځواب دلته پرېږدئ