د مؤثر په اړه پوه شئ
سلامونه تاسو مؤثرو خلکو ته
مؤثر رسالت دا دی چې تاسو ته د نړۍ په کچه د زده کړو غوره فرصتونه وړاندې کړی.ډېرې موضوعګانې شته چې باید مو لا مخکې په ښوونځي او پوهنتون کې زده کړې وې، خو مو نه وې زده کړي. نو موږ غواړو تاسو ته د لوړ کیفیت او ارزښتناکو زده کړو زمینه برابره کړو.
موږ په بېلابېلو برخو کې د بدلون اراده لرو، بدلون چې زموږ د ژوند د مأموریت موندلو په پروسه کې پیل شوی دی. تاسو کولای شئ د خپل ژوند مأموریت موندلو لپاره وړیا کتاب ترلاسه کړئ. موږ هیله لرو چې دا خدمت د وخت او ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې وړاندې کړو.
مؤثر څه معنا لری؟
مؤثر یعنې موږ هڅه وکړو په ژوند کې په بېلابېلو برخو کې وده وکړو او اغېزناک خلک واوسو.
د دې ترڅنګ موږ د ژبنیو مهارتونو پیاوړتیا ته هم ژمن یو. له همدې امله مو د انګلیسي ژبې د زده کړې تدریس د یو نوښتګر میتود له لارې پیل کړی، چې له نورو کورسونو سره توپیر لري. که غواړئ پوه شئ چې زموږ د انګلیسي کورس له نورو سره څه توپیر لري، لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
زموږ د مؤثر خدمتونو موخه دا ده چې په ټولنه کې د زدهکړې د ارتقا لپاره په مختلفو برخو کې په خورا لوړه کچه تاسو ته وړاندې کړو. که دا د ژبې په زدهکړه کې وي او که د ځان په پرمختګ برخه کې، موږ باور لرو چې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره لومړی اړینه زدهکړه ده، تر څو وده وکړی.
مؤثر هڅه کوي چې د خپلې موخې له مخې خلکو ته د زدهکړې فرصتونه وړیا وړاندې کړي. موږ د ټولنیزو رسنیو او وړیا کورسونو په مرسته هر چا ته د لوړ کیفیت زدهکړې زمینه برابروو، څو خپل افقونه پراخ او په ژوند کې بدلون راولي. که شک لرئ، یوازې د یوه وړیا کورس په ګډون تجربه وکړئ؛ تر دې وروسته به تاسو پخپله پوه شئ چې ولې مؤثر ستاسو غوره انتخاب دی.
زموږ لیدلوری څه دی؟
زموږ لیدلوری دا دی چې د علمي او مؤثره زده کړو په وړاندې کولو سره هر څوک په هر ځای کې خپل ژوند ښه او د ژوند کیفیت لوړ کړي.موږ خپل کار د ۱۴۰۴ کال په پیل کې پېل کړی او تر اوسه د ژبې د زده کړې تدریس پر مخ وړو. زموږ مأموریت دا هم دی چې په ژوند بېلابېلو برخو کې دوامداره پرمختګ وکړو.
زموږ سره د اړیکه لاره
- moasiresite@gmail.com
- ټیک تاک @moasire