ایلتس امتحان(ielts exam) مؤثر
Ielts امتحان (مؤثر)
Ielts امتحان د انګلیسی زبه یو معتبرترین امتحان ده، څی دا امتحان د دی لپاره را منځته شوی څي زموږ د انګلیسی زبه سطح مشخصه کړی، مثلا موږ څخه یی په مکتب کی امتحان اخیستل او کله مو څی امتحان خلاص سول موږ ته یی نمره اعلانولی او هغه نمره ښودلی څی موږ په کوم مضمون کی ښه یو او کوم کی بد یوڅی دا نتیحه اعتبار درلودلی او زموږ د ښه والی او بد والی په یو مضمون کی ښول، ایلتس هم همداسی یو امتحان ده څی موږ کولی سو په دی امتحان کی ګډون وکړو او زموږ د انګلیسی سطحه معلومه شی. دا ازمون څی په ۱۴۰ کشورونه کی اعتبار لری او ډیر له ۱۱۵۰۰ سازمانونه کی د دی نمره اعتبار لری. ایلتس امتحان د هغوی لپاره څی غواړی د انګلیسی زبه سطحه یی معلومه څی او یا هغوی څی غواړی خارج ته د تحصیل لپاره یا انګلیسی کشورونه ته د کار لپاره لاړ سی په دی امتحان کی په ګډون کولو سره کولی شی دا فرصت لاسته راوړی.
ایلتس امتحان برخی
ایلتس امتحان په دوه برخو تقیسم سوی یو عمومی او تحصیلی
Academic ielts تحصیلی ایلتس
دا امتحان د هغوی خلکو لپاره ده څی غواړی په خارج کی تحصیل وکړی، هغوی باید په دی امتحان کی شرکت وکړی. کله څي موږ غواړو په یو انګلیسی پوهنتون کی تحصیل وکړو هغوی زموږ څخه غواړی څي انګلیسی زبه مو زده وی . او د همدی لپاره که موږ خپل دایلتس نتیجه وروښوو هغوی موږ ته د تحصیل فرصت راکوی بی له کوم بل امتحان څخه، البته هغه نمره باید پوره کړو څي موږ ته هغه پوهنتون تعیین کړی دی . مثلا یو پوهنتون زموږو څخه د ایلتس ۷ نمره غواړی او بل پوهنتون زموږ څخه ۶.۵ نمره غواړی، هر څومره نمره چی زموږ څخه غواړی هغومره نمره لاسته راوړلو کوښښ کوو.
د ایلتس اکادمیک له ایلتس جنرال څخه سخته ده.
Genral ielts عمومی ایلتس
دا بخش هم هغوی لپاره ده څي غواړی په خارج کی کار وکړی، په دی بخش کی نسبتا اسانه او عمومی سوالونه دی.
په ایلتس کی له ۰ څخه تر ۹ پوری نمره دی ،څی ۹ پوره نمره دی او هر څومره نمره مو په دی ازمون کی ډیری وی هغومره ښه دی او ښوی څي موږ دا زبه ښه ده.
ایلتس امتحان کی زموږ څخه د کومو برخو امتحان اخلی؟
په دی امتحان کی زموږ څخه د انګلیسی څلور مهارتونه امتحان اخلی او دا په ترتیب سره اول نوشته کول(Writing)، غوږ نیسل(Listining)، لوستل (Reading)او غږیدل (Speaking)ده. څی هر یو په بیل وخت کی اخلی او هر بخش ته له ۰ څخه تر ۹ پوری نمره ورکوی او وروسته له دی څی موږ څلور واړه نمره مشخصه سوی موږ ته له دی څخه جمعا نمره راکوی. څی دا نمره به له ۰ څخه تر ۹ نمره لری.
Writing نوشته کول
موږ ویلی څی ایلتس جنرال له ایلتس اکادمیک څخه فرق کوی. نو د همدی لپاره دا امتحان اخیستل هم له یو بل سره فرق کوی.په ایلتس جنرال کی موږ ته ۶۰ دقه (یو ساعت) وخت راکوی او په دومره وخت کی موږ ته یو موضوع راکوی څه د هغه په اړه موږ باید دوه متنه ولیکو په اول متن کی موږ باید ۱۵۰ کلمی د هغه موضوع په اړه ولیکو که دا کلمه کمی وی موږ ته په هغه بخش کی صفر نمره راکوی او که ډیری وی مشکل نلری او په دوم متن کی موږ باید د مشخصه سوی موضوع په اړه ۲۵۰ کلمه ولیکو.
ایلتس اکادمیک کی هم موږ ته یو ساعت وخت راکوی او په دی بخش د ایلیتس کی موږ ته یو جدولی یا چارت راکوی او موږ باید ۱۵۰ کلمو هغه ته ولیکو.
په دوم بخش کی موږ ته یو موضوع راکوی څه موږ باید د هغه موضوع په اړه ۲۵۰ کلمه ولیکو. د دوی دواړو تفاوت په موضوع ګانو کی ده څی موږ ته یی راکوی .
د ایلتس رایتنګ له مثالونه سره مقاله
Listening ( غوږ نیسل)
وروسته له نوشته کولو څخه نوبت رازی غوږ نیسلو مهارت ته . په دی بخش کی موږ ته ۳۰ دقه وخت راکوی څه موږ باید ۴۰ سوالونه ته ځواب ورکړو. څي دا په څلور بخشه تقسیم سوی او هر بخش یی ۱۰ سوالونه لری څی اول او دوم بخش یی اسانه ده څی عمومی موضوعګانی او سوالونه رازی. په دی اول دوه بخشونه کی دوه نفره له یو بل سره غږیږی او موږ ته له همدی څخه سوالونه جوړ کړی دی ،څی موږ باید جواب ورکړو او په دوه نورو بخشونه کی موږ ته تخصصی سوالونه راوړی دی ، په دی بخش کی یو نفر ده څی د یو شی په اړه توضیحات ورکوی څی موږ له هغه توضیاحاتو څخه سوالونه ته ځواب ورکوو. معمولا موږ ته ۲۰ دقه یو صوت (audio) پلی کوی څه موږ هغه ته غوږ نیسو او له هغه څخه موږ کلیدی خبری نوټ کوو او وروسته له هغه موږ باید په ۱۰ دقو کی دا ټولو سوالونه ته ځواب ورکوو.
که غواړی د ایلتس لسننګ په اړه ډیر پوه شی کلیک وکړی.
Reding ( لوستل)
شاید ډير خلک فکر کوی څی دا بخش داسی ده څی موږ ته یو متن راکوی او موږ باید هغه په جګ اواز ووایو او شاید بعضی کلمی وی څي موږ ونسو کولی په سمه توګه هغه تلفظ کړو خو په اصل کی داسی نده موږ ته څو دانی متنه راکوی او هغه متنونه څخه څلور ځوابه او صحی غلط سولاونه جوړ کړی دی څی موږ باید هغوی ته ځواب ورکړو دا بخش ۶۰ دقه ده څی موږ باید ۴۰ سالونه ته ځواب ورکړو.
ایلتس لوستل برخه له یو ټسټ سره
Speaking (خبری کول)
یو سخت ترین بخش په دی امتحان کی همدا ده، ځکه څی موږ په دی بخش کی له یو examinerسره مخامخ اسپیکنګ کوو او هغه زموږ څخه سوالونه پوښتنه کوی او موږ باید په انګلیسی ورسره وغږیږو، څی دا بخش ۱۴ دقه وخت نیسی.
او ورسته له دی څی زموږ څخه د ټولو امتحانونه یی واخیستل موږ ته مجوعی نمره راکوی او دا نمره له ۹ څخه تر ۰ نمره دی څی موږ ته یی راکوی او که موږ وکولی څو ۷،۵ نمره تر لاسه کړو موږ په کی ډیر ښه نمره لاسته څي په هر پوهنتون هر رشته او هر شرکت دا نمره قبولی کوی او له دی څخه ډيری نمره هیڅ سازمان زموږ څخه نغواړی.
د ایلتس اسپینکنګ په اړه ډیر پوه شی
څومره اعتبار لری د دی مدرک
هر کله څي په دی امتحان کی موږ نتیجه لاسته راوړله د دی مدرک تر ۲ کاله اعتبار لری او ورسته له ۲ کاله موږ باید بیا دا امتحان ورکړو.
ولی دا امتحان ورکړو؟
څو دلیله دی څي موږ باید په دی امتحان کی شرکت وکړو اول داده څي هغه خلک څی غواړی د انګلیسی سطحه یی معلومه سی کولی سی په دی معتبر امتحان کی شرکت وړی.
بل هغه خلک څي غواړی په انګلیسی پوهنتونونه کی زده کړه وکړی ،هغوی مجبور دی څی ثابته کړی ،څی د هغوی انګلیسی زبه ښه ده او کولی سی په انګلیسی کتابونه او خبری پوه شی،
که څوک د کار لپاره غواړی هغوی هم کولی سی په دی امتحان کی برخه واخلی او په خارجی کشورونه کی کار وکړو.
څومره نمره لاسته راوړو بسنه کوی؟
د دی لپاره څي پوه شو څي تاسی څو نمره ته ضرورت لری ،اول تاسو باید وګوری څی چیرته غواړی تحصیل وکړی او یا کار وکړی، کله مو څی خپل پوهنتون اور شته مو انتخابه کړله تاسو وګوری څی هغه رشته او هغه پوهنتون زموږ څخه څومره نمره غواړی تر سو تاسی وکولی سی هلته تحصیل وکړی، په اصل کی هغه نمره څی له تاسو څخه یی غواړی هماغه نمره تاسو هدف ده او تاسوباید د هماغه نمره لاسته راوړلو کوښښ وکړی که تاسو نپوهیږی څي څومره نمره له تاسی څخه غواړی ، تاسو په اسانه د هغه پوهنتون په سایټ کی پیدا کولی شی .
څنګه د ایلتس امتحان ورکړو؟
د دی لپاره تاسو اول باید زان مو اماده کړی څی شاید تاسی مختلفه ځایونو کی امادګی ونیسی، په کورسونه کی او یا کتابونه ولولی تر سو تاسو په مکمله توګه امادګی ورته ونیسی.
اولین کارداده څي امادګی ونیسی او تمرینونه وکړی لکه څوک چی کانکور ته امادګی نیسی هماغسی تاسو هم باید امادګی ورته ونیسی او د امتحان سخته ده او تمرین ته ضرورت لری او تاسو باید په سمه توګه انګلیسی وغږیدلی سی تر سو تاسی وکولی سی په دی امتحان کی کامیابه سی.
د دی لپاره څی تاسو وکولی سی په دی امتحان کی شرکت وکړی تاسو باید پیسی ورکړی تر سو له تاسو څخه د دی امتحان واخلی څی دا روپی تقریبا ۲۴۹ یورو دی څی نن دا تقریبا ۱۸۲۵۰ افغانی کیږی. او دی لپاره تاسی باید هغه ځایونه ته لاړسی له تاسو څخه د دی امتحان اخلی ، هغوی تاسو ته وایی څی څه وخت راسی او ورسته له هغه تاسو هلته ورزی له تاسو څخه امتحان اخلی او کله څی امتحان یی واخیستل ۲ هفته وروسته تاسو ته ایمل کوی او نتیحه یی هملته تاسو ته اعلانوی. په یو پی دی اف فایل کی تاسو ته درلیږی، څی تاسو کولی سی هغه وروسته چاپ کړی او چیرته مو څی هدف وو هلته یی وروښوی څی هغوی تاسو ته بیا مسج کوی.
ایا اعتراض کولی سو څی ولی موږ ته یی کمی نمره راکړی دی؟
وا موږ اعتراض هم کولی سی چي ولی تاسو ته یی کمی نمره درکړی دی، دی لپاره تاسو باید نوری روپی هم ورکړی څي تقریبا ۱۵۰ دالره څځه ډيری روپی دی. هغوی چک کوی که تاسو په حقه یی تاسو ته نمره هم درکوی او بیرته مو پیسی هم درکوی او تاسو په حقه نوی د تاسی پیسی بیرته نه راګرزول کیږی .
دیدگاهتان را بنویسید