د انګلیسي لغتونه زده کړه په مؤثره توګه
د هرې ژبې د زده کړې لپاره موږ د لغتونو د زده کړې ته اړتیا لرو، تر څو په هغه ژبه پوه شو. د لغتونو زده کړه موږ ته دا توان راکوي چې وکولای شو د انګلیسي ژبې څلور مهارتونه (Speaking، Reading، Writing، Listening) پیاوړي کړو، او همدارنګه د ګرامر په کارولو سره وکولای شو دا لغتونه په خپل ځای کې وکاروو.
مهمو لغتونو ته لومړیتوب ورکړئ
په هره ژبه کې ډېر لغتونه شته، او په انګلیسي ژبه کې هم همداسې ده چې د لکونو څخه ډېر لغتونه لري. په داسې وخت کې هېڅوک نه غواړي چې ټول لغتونه زده کړي، نو موږ اړتیا لرو چې لومړی هغه لغتونه زده کړو چې ډېر کارېدونکي دي.
زه سپارښتنه کوم چې د انګلیسي د لغتونه د زده کړې لپاره، لومړی هغه زر لغتونه زده کړئ چې په انګلیسي کې ډېر کارېږي. د دغو لغتونو په زده کولو سره به تاسو شاوخوا پنځوس سلنه د انګلیسي خبرو اترو پوهاوی ترلاسه کړئ.
د دی لغاتونه لاسته راوړلو لپاره دا لینک ته لاړ شی.
وروسته له دې چې دا لغتونه زده کړل، د لانګمن 3000 لغتونه زده کړئ، ځکه دا هم ډېر کارېدونکي دي. کله چې له نورو ناپېژندل شوو لغتونو سره مخامخ شوئ، هغه حتماً یاداښت کړئ او زده یې کړئ، خو تل مهمو لغتونو ته لومړیتوب ورکړئ.
لغتونه په سمه توګه درک کړئ
لومړی باید لغتونه په سمه توګه وپېژنو، یعنې د هغه معنی او تلفظ زده کړو. دا کار ډېر مهم دی، ځکه چې باید په تمرکز سره لغتونه زده کړو او ځان پوه کړو چې هغه لغت څه معنی لري.
د فلشکارتونو په وسیله د لغتونو زده کړه
د لغتونو د زده کړې لپاره کومه یوازینۍ ځانګړې طریقه نشته چې ووایو یوازې همدا طریقه به کار وکړي. بېلابېل میتودونه شته چې تاسو یې کارولی شئ، او باید وګورئ کومه طریقه ستاسو لپاره اسانه او ګټوره ده.
یوه له اغېزمنو لارو څخه د فلشکارتونو کارول دي. په یوه کوچنۍ کاغذي ټوټه کې لغت ولیکئ او که امکان وي د هغې انځور هم ورسره واچوئ، تر څو په لیدلو سره یې ژر زده کړئ.
په متن کې د لغتونو زده کړه
یوه بله مهمه او اغېزمنه لاره دا ده چې لغتونه د متن په لوستلو کې زده کړئ. کله چې متن لولئ، هغه لغتونه چې نه پوهېږئ پیدا او حفظ کړئ.
د دې لپاره کولای شئ له هغو کتابونو ګټه واخلئ چې د کچې له مخې درجه بندي شوي وي، او د خپل کچې کتابونه ولولئ. وروسته له حفظ کولو، هڅه وکړئ فکر وکړئ چې دا لغت په کوم ځای کې کارول کېدای شي، او هغه متن ولولئ چې دغه لغت پکې راغلی وي. دا کار د لغت په ذهن کې ټینګولو کې مرسته کوي.
د لغتونو زده کړه او په بېلابېلو جملو او زمانونو کې کارول
یوه بله طریقه چې زما لپاره ډېره اغېزمنه وه دا وه چې لغتونه مې په جملو کې زده کول. هر لغت مې په مثبتو، منفي او پوښتنیزو جملو کې کاراوه، او همدارنګه مې د بېلابېلو ګرامري زمانونو لکه تېر، اوسنی او راتلونکی کې جملې جوړولې. دا کار نه یوازې ګرامر پیاوړی کوي، بلکې لغتونه هم په ذهن کې ټینګوي.
یوازې د لیست په ډول حفظ مه کوئ
د انګلیسی د لغتونه د زده کړی په برخه کی یوه لویه تېروتنه چې ډېری خلک یې کوي دا ده چې لسګونه لغتونه په لیست کې لیکي او یو په یو یې حفظوي. که څه هم کېدای شي دا لغتونه حفظ شي، خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې د خبرو پر مهال یې ونه شئ کارولی. د دې ستونزې د حل لپاره غوره ده چې هر لغت په یوه جمله کې زده کړئ او په عملي ډول یې وکاروئ.
د انځورونو په وسیله د لغتونو زده کړه
زموږ دماغ داسې جوړ شوی چې انځورونه تر متن ډېر ژر تحلیلوي او ښه یې په یاد ساتي. له همدې امله کولای شو د لغتونو د زده کړې لپاره له انځورونو ګټه واخلو. که لغتونه د انځورونو په لیدلو سره زده کړئ، ډېر به مو په یاد پاتې شي.
استعمال یې کړئ، که نه یې له لاسه ورکوئ
هر څه چې د اوږدې مودې لپاره ونه کارول شي، له یاده وځي. دا یوه ذهني پروسه ده. کله چې یو مهارت زده کوو، د دماغ حجرې سره وصل کېږي، خو که هغه مهارت ونه کاروو، دا اړیکې ورو ورو کمزورې کېږي.
لغتونه هم همداسې دي. هر لغت چې زده کوئ باید په خبرو، لیکلو، لوستلو یا اورېدو کې وکاروئ، تر څو په اوږدمهاله حافظه کې پاتې شي. د دې لپاره باید پخواني لغتونه بیا بیا تکرار شي، مخکې له دې چې نوي لغتونه زده کړئ.
ټولې لارې سره ګډې کړئ
د لغتونه د زده کړې لپاره کومه یوازینۍ طریقه نشته. غوره ده چې له بېلابېلو لارو لکه فلشکارتونه، متن لوستل، انځورونه او جملې جوړول په ګډه ګټه واخلئ.
د زده کړې لپاره چکلېست:
-
د لغتونو د زده کړې لپاره یوه طریقه وټاکئ
-
ورځنی هدف وټاکئ
-
د تکرار لپاره یو منظم سیستم جوړ کړئ
-
خپل ورځنی پرمختګ وڅارئ
-
هره ورځ تمرین وکړئ
په یاد ولرئ، که هره ورځ یوازې پنځلس دقیقې تمرین وکړئ، دا تر دې غوره ده چې په اونۍ کې یو ځل دوه ساعته وخت ورکړئ.
دیدگاهتان را بنویسید