څنګه د خپل ژوند ماموریت ومومو؟ کتاب + وړیا ډاونلوډ

څنګه د خپل ژوند ماموریت ومومو؟
علمي او عملي لارښوونه، د اهدافو او مکلفیتونو د پېدا کولو او د هغوی تر رسېدو لپاره
تاسو کولی شئ د کتاب د لاسته راوړلو لپاره لاندې فورم ډک کړئ. ډېر ژر به موږ تاسو ته د ایمیل له لارې خبر درکړو، او تاسو به وکولی شئ چې د کتاب PDF نسخه په وړیا ډول ډاونلوډ کړئ.
د کتاب د ترلاسه کولو لپاره لاندې فورم ډک کړئ
ماموریت څه معنی لري؟
کله چې موږ «ماموریت» وایو، دا کلمه د لاندې مفاهیمو مجموعه ده: موخه، هدف، مسئولیت، مکلفیت، رسالت، هیله…
دې ټولو ته په مجموعي ډول «ماموریت» وایو. یعني کله چې موږ وایو خپل رسالت پیدا کوو، دا معنا لري چې موږ خپل د ژوند هدف پیدا کوو؛ پوهېږو چې زموږ مسئولیتونه څه دي؛ خپل د ژوند هیلې پیدا کوو. له همدې امله د دغو ټولو مفاهیمو مجموعي معنا همدا «ماموریت» دی
د دې لپاره چې پوه شو آیا موږ خپل د ژوند ماموریت پېژندلی دی، یا زموږ د ژوند انتخابونه سم دي، لاندې هغه نښې دي چې که تاسو په خپل ژوند کې لږ تر لږه یوه یې تجربه کوئ، نو دا کتاب به ستاسو لپاره ډېر ارزښتناک وي او ضرور ده چې دا مطالعه کړئ:
- په ژوند کې هدف نه لرئ.
- د ژوند لپاره کوم پلان نه لرئ.
- کلونه یوه دنده سرته رسوئ، خو نه مو خوښېږي یوازې د ژوند دوام او د پیسو ګټلو لپاره یې کوئ.
- نه پوهېږئ چې کومه رشته انتخاب کړئ.
- ژوند بېمعنا احساسوئ.
- خپل د خوښې کار مو نه دی پیدا کړی.
- ډېر فلسفي سوالونه لرئ، لکه: «آیا دا تصمیم ونیسم؟ آیا دا رشته ووایم؟» او داسې نور سوالونه چې ځواب ورته نه لرئ.
- د اینده لپاره کومه برنامه نه لرئ.
که تاسې له پورتنیو نښو څخه یوازي هم یوه تجربه کوئ، دا کتاب ستاسو لپاره دی
موږ نشو کولی چې بې له دې هدف ولرو او پوه شو چې په دې ژوند کې چیرې غواړو ورسیږو، یو معنادار مسیر غوره کړو. که موږ نه پوهېږو چې ولې دې نړۍ ته راغلي یو او زموږ ریښتینې هیلې او غوښتنې څه دي، نو ډېره امکان شته چې ونهشو کولی په داسې یوه هېواد کې چې وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي، مطلوبې پایلو ته ورسیږو.
په دې وضعیت کې زموږ اړتیا داده چې خپل ماموریت پیدا کړو، هغه په سمه توګه سرته ورسوو او په خپل د ژوند ماموریت کې رهبر او مسؤول شو. که ماموریت ومومو خو ونهشو کولی چې په دې برخه کې خپل رهبریت او مسؤولیت ادا کړو، نو زموږ وضعیت به لا پسې خراب شي
کتاب کلی معلومات
کتاب موضوع: شخصي پرمختګ
لیکوال: قدرتالله مهمند
د کتاب مخونه: ۱۵۷

کله چې دا کتاب ولولئ، نو تاسو به کومې لاسته راوړنې ولرئ؟
✅ تاسو به وکولی شئ د ژوند موخې، مسیر او جهت ومومئ.
✅ تاسو به خپلې اصلي غوښتنې او هیلې ومومئ.
✅خپل ارزښتونه به وپیژنئ او له ژوند څخه به مو رضایت پیدا شي.
✅ وبه کولی شئ مناسبه رشته انتخاب کړئ او د خوښې کار مو ومومئ.
✅ خپل اصلي مسئولیتونه او مکلفیتونه د خلکو او خپل ژوند پر وړاندې به وپیژنئ.
✅ وبه کولی شئ د ژوند معنا پیدا کړئ.
✅د ژوند د ننګونو پر وړاندې به باور ولرئ او پریکړې به وکړئ.
✅تاسو به د خپل رسالت موندلو سره یو نوې ژوند پېل کړئ.
زموږ د ژوند ماموریت دا دی چې تاسو وکولی شئ په خپل ژوند کې غوره وختونه او مهمې لاسته راوړنې له موږ سره ولرئ.
دیدگاهتان را بنویسید