ایا د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره د انګلیسي ژبې زده کړه کافي ده؟
تقریباً موږ ټولو څو ځله د انګلیسي ژبې زدهکړه تصمیم نیولی دی. موږ غواړو دا ژبه په مختلفو لارو زده کړو؛ یا د یو کورس په پیل کولو سره، یا د یو خصوصي ښوونکي له لارې آنلاین زدهکړه، او یا هم د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره.
خو څنګه د انګلیسي فلمونو او سریالونو لیدل زموږ د ژبې په زدهکړه کې مرسته کولی شي؟
شاید تاسو خپله یا هم نور خپلوان مو لیدلي وي چې د هغوی هندي ژبه ډېره ښه زده ده او کولی شي په اسانۍ سره په دې ژبه خبرې وکړي. اکثره وخت ګورو چې هغوی د هندي فلمونه او سریالونه په لیدلو سره دا ژبه زده کړې ده، او داسې خبرې کوي لکه خپله مورنۍ ژبه. دا کاملاً امکان لري چې یو څوک وکولی شي یوه ژبه د فلمونو او سریالونه په لیدلو سره زده کړي.
هر کله چې موږ تصمیم ونیسو چې انګلیسي یا بله ژبه زده کړو، نو کولی شو فلمونه او سریالونه په هماغه ژبه وګورو. دا کار زموږ د اورېدلو مهارت، د لغتونو دایره، لهجه، او حتی ګرامر پیاوړی کوي. ګرامر زموږ په ذهن کې پاتې کېږي، او دا کار زموږ لپاره ډېر ګټور دی. موږ کولی شو له دې لارې ښه استفاده وکړو.
خو آیا یوازې د فلمونو او سریالونو په لیدلو سره ژبه زده کولی شو؟
موږ وویل چې د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره کولی شو د انګلیسي ژبې زده کړه وکړو ، خو پوښتنه دا ده: آیا یوازې د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره دا ژبه زده کولی شو؟ یا هم اړتیا لرو چې ګرامر، کورسونه، او نور تعلیمي منابع هم وکاروو؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید ووایم: که زموږ عمر تقریباً له ۱۲ کلونو کم وي، نو د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره ژبه زده کول اسان دي. زموږ مغز په کوچنيوالي کې ژبه په اسانۍ سره زده کولی شي، لکه څنګه چې موږ خپله مورنۍ ژبه زده کړې ده. بې له دې چې څوک موږ ته جملې ترجمه کړي، موږ د والدینو تقلید کوو او ژبه زده کوو.
مثال: کله چې یو څوک ګرم شي ته لاس وروړي او داسی ووایی «اوف، څومره ګرم ده!» ، ماشوم هم دا زده کوی او دا تقلید کوی، چی ماشوم همداسې ژبه زده کوي.
خو هر څومره چې عمر لوړ شي، تمرکز کمېږي، او دا کار سختېږي. نو یوازې د فلمونه او سریالونه په لیدلو سره ژبه زده کول کافي نه دي. باید انګلیسي ژبه په جلا توګه، په علمي او منظم ډول زده کړو.
خلاصه دا ده چې یوازې د فلمونه او سریالونه په لیدلو بسنه ونکړو، بلکې هڅه وکړو چې پراخه زدهکړه ولرو. کله چې لږ څه په انګلیسي پوه شو، نو بیا د فلمونو لیدل زموږ د پرمختګ لپاره مرسته کوي. مهمه خبره دا ده چې له فلمونو د زدهکړې لپاره استفاده وکړو، نه دا چې یوازې پرې بسنه وکړو.
نو څنګه یوه ژبه ښه زده کولی شو؟
اوس پوه شو چې یوازې فلمونه بسنه نه کوي. باید اول دا مشخص کړو چې څنګه انګلیسي ژبه زده کولی شو. آیا باید کورس ته لاړ شو؟ یا په خپل کور کې زدهکړه وکړو؟ زه دا مشوره درکوم چې حتماً یو کورس یا ښوونکی پیدا کړئ چې دا ژبه در زده کړي. البته د ښه کورس پیدا کول هم یو سخت کار دی، نو باید محتاطانه عمل وشي.
وروسته وګورئ: که تاسو دوه ساعته فلم وګورئ، شاید لس لغتونه زده کړئ. خو که همدومره وخت لغتونه زده کړئ، نو شاید شل لغتونه زده کړئ. نو بهتره ده چې په پیل کې له فلمونو زدهکړه ونکړئ، بلکې لغتونه زده کړئ. باید دا پیدا کړو چې څنګه په لږ وخت کې ډېر کار وکړو.
ځواب دلته پرېږدئ