انګلیسی لسننګ مهارت English listening
تر اوسه مو داسی څوک لیدلی څه انګلیسی یی ښه زده وی، خلاص کړی وی، خو بیا هم نشی کولی انګلسی خبرو ته په سمه غوږ ونیسی او نپوهیږی څي مقابل شخص چشی وایی. دا مهارت (لسننګ)لاسته راوړل ډیرو ته یو سخته مهارت ده او ځینی خلک داسی دی څی کلونه کوښښ کوی څی دا مهارت زده کړی خو بیا هم نشی کولی خپل هدف ته ورسیږی.
د همدی لپاره یو بهترین تمرین د دی مهارت لاسته راوړلو لپاره تاسو ته غواړم معرفی کړم چی تاسو د کلونو لاره په ډیر کم وخت کی ورسیږی.
لسنینګ مهارت یو سخت ترین مهارت نسبت له نورو مهارتونه په انګلیسی ژبه کی ده ، څي دا مهارت تمرین او وخت ته ضرورت لری، تر څو چی وکولی سو لکه فلمونه او هغه خلک څی ډیر تیزی خبری کوی پری پوه شو.
په دی مقاله کی داسی تکنیک مو راوړی ده څی تاسی کولی شی د هغه تکنیک سرته رسولو سره ډير په دی مهارت کی مخت شی.
مختلفه لهجه
یو دلیل چی موږ کله د یو چا خبری اورو خو نه پوهیږو څی چشی وایی، هغه مختلفه لهجه دی.
او دا موږ ته کار سخته کوی تر څو چی وکولی شو دا مهارت ښه لاسته راوړو.
نو د همدی لپاره موږ ته ضرورت ده چی په مختلفه لهجو پوه شو. که په ایلتس امتحان کی که موږ شرکت کوو، زموږ څخه د څلور لهجو امتحان اخیستل کیږی.
هر څومره چی ډیر مختلفو لهجو ته غوږ ونیسو له هغه لهجو سره موږ ښه بلد کیږو او پری پوهیږو.
ډیر زر دا مهارت څخه لاس مه اخلی
ډیر خلک داسی دی کله چی یو څو وخته د دی مهارت لاسته راوړلو تمرین یی وکړ او ویی ګتل چی هغوی نشی کولی دا مهارت کی دومره ښه شوی ندی زر کوښښ پریږړی.
څي دا کار یو غلط کار ده ځکه څی دا مهارت داسی یو مهارت ده چی تاسو یو پیره د کوښښ نتیجه مو وینی. نه دا چی هماغه ورز.
د همدی لپاره تاسو اوله کی تمرین وکړی دومره نتیجه به لاسته رانوړی خو حتما په دی باور ولری چی تاسو دا مهارت لاسته راوړی.
ولی دا مهارت زده کړو
یو بل دلیل داده چی ډیر خلک غواړی په انګلیسی ژبه فلمونه وګوری یا هم ویډیو ګانی وګوری د همدی لپاره دا مهرات ده چی موږ کولی شو دا کارونه وکړو.
کله څی موږ دامهارت زده کړ دا موږ سره مرسته کوی څی ډیر لغتونه زده کړو او هغه لغوتونه مو څی زده هم دی هغه هم راته تکرار څی او وروسته له هغه مو دا لغتونه زده نسی
ډیر زر به انګیسی کی پیشرفت وکړو او اسپیکنګ مهارت مو هم زده کیږی، او ګرامر مو هم قوی کیږی.
هغه کارونه چی موږ کولی شو دا مهارت لاسته راوړو
حفظ کول
یوه مهمترین لاره څی د دی لامل کیږی تاسی دا مهارت په بهترین توګه زده کړی هغه حفظ کول دی، او بهترین لاره همدا ده څي تاسی کولی سی دا مهارت په ډیر کم وخت راوړی همدا ده.
یو سخت ترین برخه په لسننګ بخش کی داده ، څي هغه څوک چی خبری کوی هغوی ډير په تیزی سره غږیږی، چی کله موږ هغوی ته غوږ نیسو موږ په اول څو جملی پوهیږو چی هغوی چشی وایی، خو وروسته له څو جملو د دی لپاره چی هغوی ډیر په تیزی سره غږیږی موږ نشو کولی د هغو په خبره پوه شو. د همدی لپآره دا تمرین د دی مشکل دوا ده.
په دی تمرین کی موږ انګلیسی متنونه او جملی حفظ کوو.
په دا تمرین کی موږ یو ویډیو انتخاب کوو، مثلا یو دقه یی ویډيو انتخاب کوو، څي په دا ویډیو کی یو یا دوه نفره په انګلیسی ژبه خبری کوی موږ هغه جملی څی هغوی استفاده کوی هغه ټولی جملی حفظ کوو. مثلا تاسو په نظر کی ونیسی چی موږ یو دقه ویډیو انتخاب کړی ده او په دا ویډیو کی یو نفر غږیږی هغه ټولی جملی څي هغه استفاده کړی دی موږ هغه ټولی حفظ کوو.موږ دا جملی چی هغوی وایی داسی حفظوو چی بی له دی چی ډیر فکر وکړو هغه په انګلیسی ژبه وایو. یعنی لکه هماغه ویډیو موږ هم وکولی شو یو دقه په انګلیسی ژبه وغږیږو، چی سرعت ډير مهم ده هر څومره چی سرعت مو تیز وی موږ دا مهارت په اسانی لاسته راوړو.
ویډیو یا متن انتخاب کوو + د دی ویډیو ټولی جملی حفظ کوو+ سرعت په نظر کی نیسو او له حفظ څخه یی وایو+ هر څومره ډیر هغومره ښه .
په اول وختونه کی به دا ډير سخته وی تر څو یو جمله حفظ کړو او هغه جمله په خپل ژبه کی په اسانی تلفظ کړو، خو له سختی سره دا یو بهترین لاره ده چی تاسو وکولی شی خپل لسننګ مهارت مو زده کړی.
هر څومره چی ډير متنونه حفظ کړی هغومره مو دا مهارت قوی کیږی.
learn practice english with movie clips

یو بهترن پلی لیست چی ما سره بی له شکه مرسته کړی ده تر سو چی وکولی شم خپل د لسننګ مهارت می قوی کړم او وکولی شم چی په فلمونه پوه شم هغه دا پلی لیست دی چی پاس یی عکس وینی.
په دا پلی لیست کی د ځینی فلمونه کلیپونه را ټول کړی ده، معمولا دا فلمونه داسی دی چی موږ ته ډیر سخته ده وکولی شی په یو ځل په دا فلمونو پوه شو، موږ باید په ډير دقیق سره دا فلمونه ته غوږ ونیسو، او څو پیری هر ویډیو وګورو.
د حفظولو لپاره ما د دی پلی لیست څخه استفاده کړی ده، دا بهترین پلی لیست ده چی ما وغوښتل تاسو ته یی معرفی کړم . د دی هر ویډیو ما حفظ کولو لپاره استفاده کړی ده او ما سره یی ډيره مرسته کړی ده چی وکولی شم دا مهارت می ډير قوی کړم، هغه جملی چی په دی ویډیو ګانی کی استفاده کړی دی هغه ټولی ما حفظی کړی ده او بهترین لاره د حفظولو تکنیک لپاره ده.
زما پیشنهاد تاسو ته داده چی له دی پلی لیست څخه د حفظولو لپاره استفاده وکړی.
اول حتما له ساده متنونه څخه شروع کړی وروسته له هغه دی برخی څخه استفاده وکړی.
تد ویډو ګانی ted
یو مشهور لاره چی خلک خپل لسننګ مهارت او انګلیسی تمرین کوی هغه تد ویډیوګان ګتل دی. تاسو هم حتما تد ویډیو ګانی ته غوږ ونیسی تر څو چی دا مهارت مو قوی شی.
تد کی مختلفه انګلسی زبانان دی او موږ په دی طریقه کولی شی چی طبیعی انګلیسی سره مخامخ شو.
په دا ویډیوګانی کی خلک یو موضوع په انګلیسی ژبه تشریح کوی،
تاسو کولی شی چی د ted سایت ته لاړ شی یا هم کولی شی چی له یوتیوب له لاری څخه دا ویډیو ګانی وګوری.
BBC 6 minute English
یو بل پادکست چی خاص د انګلیسی لسننګ برخه ته چوړ شوی دی هغه د bbc 6 minute english ده چی تاسو کولی شی چی د دا ویدیوګانی اړه په یوتیوب کی سرچ کړی او د دی مهارت تمرین وکړی.
لږ زما په اړه
زه قدرت الله مهمند یم، اوس محال زه د انګلیسی کورس په تیارولو کی بوخت یم او غواړم څی دا کورس یو رقابتی کورس په ټول افغانستان کی وی، دا کورس په انلاین شکل ده، او هر څوک چی غواړی انګلیسی ژبه زده کړی کولی شی له یو موبایل سره په ضمانت سره انګلیسی ژبه زده کړی.
که تاسو هم غواړی انګلیسی ژبه په اصولی ډول زده کړی تاسو کولی شی زموږ د ټيک ټاک پاڼي فالو کړی. هر کله چی دا کورس مو تیار شو موږ په ټیک ټاک کی ویډيو ګانی پوسټ کوو او تاسو ته خبر درکوو.
زموږ د ټیک ټاک پاڼی نوم ده. moasire.
هغه ملږری چی غواړی موږ هغوی ته شخصی خبر ورکړو، کولی شی خپله شمیره لاندی موږ ته ولیکی موږ به هغوی ته شخصی خبر ورکړو.
اخری کلام
دا کارونه ځينی تمرینونه ول چی تاسو د دی مهارت تقویتلو لپاره کولی شی ډیر نور تمرینونه دی چی تاسو یی سرته رسولی شی. خو بهترین لاره د دی مهارت د تقویتلو لپاره همدا ول. هیڅ کله حفظ کولو ته په ټيټه سترګه مګوری دا بهترین لاره د د مهارت تقویتولو لپاره ده . لسننګ مهارت داسی یو مهارت ده چی تاسو اول کی باید ډير تمرین وکړی او وروسته یو واری تاسو کولی شی چی دا مهرات کی ښه شی. نو د همدی لپاره ډاریږی مه چی تاسو ولی نشی کولی دا مهارت په سمه توګه زده کړی، ټول خلک په اوله کی همداسی دی چی ډیر سخته ده دا مهارت قوی کړی، خو هغوی چی تسلیم شوی ندی ډيری ښی نتیجی لاسته راوړی دی.
دیدگاهتان را بنویسید